سورت القصص، آیت 25

28:25

فَجَآءَتۡهُ إِحۡدَىٰهُمَا تَمۡشِي عَلَى ٱسۡتِحۡيَآءٖ قَالَتۡ إِنَّ أَبِي يَدۡعُوكَ لِيَجۡزِيَكَ أَجۡرَ مَا سَقَيۡتَ لَنَاۚ فَلَمَّا جَآءَهُۥ وَقَصَّ عَلَيۡهِ ٱلۡقَصَصَ قَالَ لَا تَخَفۡۖ نَجَوۡتَ مِنَ ٱلۡقَوۡمِ ٱلظَّٰلِمِينَ ٢٥

28-25 نو په دغو دواړو كې یوه ده ته راغله چې په ډېرې حیا سره يې تګ كاوه، ويې ويل:بېشكه زما پلار تا غواړي، د دې لپاره چې تا ته اجر (حق) دركړې د هغه عمل چې تا مونږ ته (زمونږ څاروي) اوبه كړي وو، نو كله چې هغه ده ته راغى او ده ته يې (خپله) قصه بیان كړه، ويې ويل:ته مه وېرېږه (اوس) ته له ظالم قوم نه خلاص شوى يې

تفسیر

کله چې هغوی دواړه ولاړې خپل پلار يې په کيسه خبر کړ؛ نو يوه يې ورواستوله ترڅو موسی را وغواړي، هغه د حيا په حالت کې ورته راغله ويې ويل: زما پلار دې بولي، چې راشې تر څو تاته زموږ د څارويو د اوبه کولو بدله درکړي؛ نو کله چې موسی د هغوی پلار ته راغی او په خپلو کيسو يې خبر کړ، هغه د ډاډ لپاره ورته وويل: مه وېرېږه له ظالم قوم څخه د فرعون او د هغه له ډلې ژغورل شوی يې، ځکه هغوی پر مدين پاچايي نه لري، نو تاته زيان نه شي در رسولی.