كَذَّبَتۡ عَادٞ فَكَيۡفَ كَانَ عَذَابِي وَنُذُرِ ١٨
54-18 عادیانو تكذیب وكړ، نو زما عذاب او زما وېرول څنګه وو
تفسیر
او عاديانو خپل نبي هود عليه السلام درواغجن وګڼلو، نو ای د مکې خلکو! فکر وکړئ هغوی لره زما عذاب څنګه و؟! او له هغوی پرته د نورو خلکو په عذابولو سره زموږ وېرول څنګه و؟!