سورت القمر، آیت 19

54:19

إِنَّآ أَرۡسَلۡنَا عَلَيۡهِمۡ رِيحٗا صَرۡصَرٗا فِي يَوۡمِ نَحۡسٖ مُّسۡتَمِرّٖ ١٩

54-19 بېشكه مونږ په دوى باندې ډېر سخت باد راخوشې كړ د ډېر سخت سپېره والي په ورځ كې

تفسیر

او پرته له شکه مو پر هغوی سخت يخ باد ولېږلو په داسې سخته او بدمرغه ورځ کې چې بدمرغي به يې د هغوی تر دوزخ ته ننوتلو پورې ورسره وي.