فَعَصَىٰ فِرۡعَوۡنُ ٱلرَّسُولَ فَأَخَذۡنَٰهُ أَخۡذٗا وَبِيلٗا ١٦
73-16 نو فرعون د دغه رسول نافرماني وكړه، نو مونږ دغه (فرعون) ونیولو په سختو نیولو سره
تفسیر
خو فرعون د خپل پالونکي لخوا ور لېږل شوي رسول څخه سرغړونه وکړه، نو هغه ته مو په دنيا کې په ډوبولو سخت عذاب ورکړ، او په آخرت کې د اور عذاب، نو تاسې له خپل رسول څخه سرغړونه مه کوئ چې همغه څه به در ورسيږي چې هغه ته رسېدلي و.