سورت المزمل، آیت 15

73:15

إِنَّآ أَرۡسَلۡنَآ إِلَيۡكُمۡ رَسُولٗا شَٰهِدًا عَلَيۡكُمۡ كَمَآ أَرۡسَلۡنَآ إِلَىٰ فِرۡعَوۡنَ رَسُولٗا ١٥

73-15 بېشكه مونږ تاسو ته رسول درلېږلى دى، چې په تاسو (د قیامت په ورځ) شاهد دى، لكه څنګه چې مونږ فرعون ته رسول لېږلى و

تفسیر

پرته له شکه موږ تاسو ته يو رسول درلېږلی وو چې د قيامت په ورځ ستاسو پر کړنو شاهد وي لکه څنګه مو چې فرعون ته يو رسول لېږلی و چې هغه موسی عليه السلام و.