وَٱصۡبِرۡ عَلَىٰ مَا يَقُولُونَ وَٱهۡجُرۡهُمۡ هَجۡرٗا جَمِيلٗا ١٠
73-10 او ته په هغو خبرو صبر كوه چې دوى يې وايي او ته دوى پرېږده ډېر ښه پرېښودل
تفسیر
او له ملنډو او ښکنځلو پر هغه څه صبر کوه چې درواغ ګڼونکي يې وايي، او په داسې ډول ترې بېل شه چې هيڅ اذيت پکې نه وي.