وَذَرۡنِي وَٱلۡمُكَذِّبِينَ أُوْلِي ٱلنَّعۡمَةِ وَمَهِّلۡهُمۡ قَلِيلًا ١١
73-11 او پرېږده ما او دروغ ګڼونكي چې د نعمت والا دي او دوى ته لږ مهلت وركړه
تفسیر
او د دنيا په مزو ګټه اخېستونکو، درواغ ګڼونکو په کيسه کې مه کېږه، ما او هغوی پرېږده، او هغوی ته لږ موده انتظار وکړه تر څو يې وخت را ورسيږي.