سورت المنافقون، آیت 3

63:3

ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمۡ ءَامَنُواْ ثُمَّ كَفَرُواْ فَطُبِعَ عَلَىٰ قُلُوبِهِمۡ فَهُمۡ لَا يَفۡقَهُونَ ٣

63-3 دا ځكه چې یقینًا دوى ایمان راوړ، بیا كافر شول، نو د دوى په زړونو باندې مهر ولګول شو، پس ( اوس نو) دوى نه پوهېږي

تفسیر

دا له دې امله چې هغوی د نفاق له مخې ايمان راوړلو، او ايمان يې زړونو ته ونه رسېدلو، بيا يې په پټه پر الله کفر وکړ، نو الله د هغوی پر زړونو د هغوی د کفر له امله مهر ولګولو چې ايمان نه ورننوځي، نو د دغه مهر له امله هغوی نه پوهيږي چې په څه کې يې صلاح او لارښوونه ده.