سورت المنافقون، آیت 2

63:2

ٱتَّخَذُوٓاْ أَيۡمَٰنَهُمۡ جُنَّةٗ فَصَدُّواْ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِۚ إِنَّهُمۡ سَآءَ مَا كَانُواْ يَعۡمَلُونَ ٢

63-2 دوى خپل قسمونه ډال ګرځولي دي، نو دوى د الله له لارې نه منع شول، بېشكه دوى چې دي، بد دى هغه كار چې دوى يې كوي

تفسیر

هغوی خپل هغه قسمونه چې د ايمان پر دعوا يې کوي د ځانونو لپاره له وژلو او بندي کېدلو ډال او ساتندوی ګرځولي دي، او په هغه څه چې شک او تردد خپروي خلک يې له ايمان څخه ايسار کړي، بېشکه ډېر بد دی هغه نفاق او د درواغو قسمونه چې هغوی يې کوي.