سورت المائدة، آیت 52

5:52

فَتَرَى ٱلَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٞ يُسَٰرِعُونَ فِيهِمۡ يَقُولُونَ نَخۡشَىٰٓ أَن تُصِيبَنَا دَآئِرَةٞۚ فَعَسَى ٱللَّهُ أَن يَأۡتِيَ بِٱلۡفَتۡحِ أَوۡ أَمۡرٖ مِّنۡ عِندِهِۦ فَيُصۡبِحُواْ عَلَىٰ مَآ أَسَرُّواْ فِيٓ أَنفُسِهِمۡ نَٰدِمِينَ ٥٢

5-52 نو ته به هغه كسان وینې چې د هغوى په زړونو كې بېماري ده چې په (مینه د) دوى كې منډې وهي او دوى وايي: مونږ وېرېږو (له دې نه) چې مونږ ته څه مصیبت راورسي، نو قریب ده چې الله فتح راولي، یا له خپلې خوا نه كوم بل حكم (راولي) نو دوى به پښېمانه شي پر هغو خبرو چې دوى په خپلو نفسونو كې پټې ساتلې وې

تفسیر

نو ته به ووینې -ای پیغمبره- منافقان د کمزوري ایمان والا ځغلي به دوستانې د یهودو او نصاراو ته داسې به وایې: مونږ ویریږو د دې نه چې دوی به کامیاب شي، او د دوی غلبه به شي؛ نو مونږ ته به بیا د دوی څخه څه ضرر راورسیږي، نو نژدې ده چې الله تعالی به ورکړي کامیابي (بری) خپل پیغمبر او مومنانو ته، او یا به راتګ وکړي په یو بل حکم سره د خپل طرفه چې په هغه سره به د یهودیانو او د هغوی د دوستانو حمله او غلبه دفع شي، نو وبه ګرځي هغه جلتي کوونکي د دوی دوستانې ته پښیمانه په هغه نفاق چې په خپلو زړونو کې یې پټ کړی و؛ د وجې د باطلیدو د هغه کمزوري سبب نه چې دوی ورپسې نښتي وو.