سورت المائدة، آیت 5

5:5

ٱلۡيَوۡمَ أُحِلَّ لَكُمُ ٱلطَّيِّبَٰتُۖ وَطَعَامُ ٱلَّذِينَ أُوتُواْ ٱلۡكِتَٰبَ حِلّٞ لَّكُمۡ وَطَعَامُكُمۡ حِلّٞ لَّهُمۡۖ وَٱلۡمُحۡصَنَٰتُ مِنَ ٱلۡمُؤۡمِنَٰتِ وَٱلۡمُحۡصَنَٰتُ مِنَ ٱلَّذِينَ أُوتُواْ ٱلۡكِتَٰبَ مِن قَبۡلِكُمۡ إِذَآ ءَاتَيۡتُمُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ مُحۡصِنِينَ غَيۡرَ مُسَٰفِحِينَ وَلَا مُتَّخِذِيٓ أَخۡدَانٖۗ وَمَن يَكۡفُرۡ بِٱلۡإِيمَٰنِ فَقَدۡ حَبِطَ عَمَلُهُۥ وَهُوَ فِي ٱلۡأٓخِرَةِ مِنَ ٱلۡخَٰسِرِينَ ٥

5-5 نن ورځ تاسو لپاره پاكیزه څیزونه حلال كړى شول او د هغو كسانو ذبیحه چې كتاب ورته وركړى شوى دى؛ تاسو لپاره حلاله ده او ستاسو طعام د هغوى لپاره حلال دى، او (تاسو لپاره حلالې دي) پاك لمنې مومنې ښځې او پاك لمنې ښځې له هغو خلقو ځنې چې هغوى ته له تاسو نه مخكې كتاب وركړى شوى دى، كله چې تاسو دغو (ښځو) ته د هغوى مهرونه وركړئ، چې عفت غوښتونكي یئ، بدكاري كوونكي نه یئ او نه په پټه سره یاران نیونكي یئ او څوك چې له ایمان نه انكار وكړي، نو یقینًا د هغه عمل برباد شو او هغه به په اخرت كې له تاوانیانو څخه وي

تفسیر

نن ورځ حلال کړی الله تعالی ستاسو لپاره خوراک د ټولو پاکو او خوندورو شیانو، او خوراک د حلالې د اهل کتابو د یهودو او نصاراو څخه، او حلال کړي یې دي ستاسو ذبیحې هغوی لره، او حلال ګرځولی ستاسو لپاره نکاح کول د ازادو پاک لمنو زنانه و سره له مومنانو څخه، او د ازادو پاک لمنو زنانه و سره د هغه چا نه چې کتاب ورته ورکړی شوی مخکې ستاسو څخه د یهودو او نصاراو څخه کله چې تاسو هغوی ته د هغوی مهرونه ورکړی، او تاسو ځان ساتونکي وئ د کولو د بدکارۍ څخه او نه یاستئ جوړوونکي معشوقو لره چې بدکاري (زنا) ورسره کوئ، او هر هغه څوک چې کفر وکړي په هغه څه چې الله تعالی جایز کړي د خپلو بندګانو لپاره د احکامو څخه نو یقینا برباد شو عمل د هغه د وجې د ورکیدو د شرط د هغه نه چې هغه ایمان دی، او دا کس به د قیامت په ورځ د تاوانیانو څخه وي د وجې د ننوتلو نه اور ته چې همیشه به وي په دې اور کې همیشه.