سورت المائدة، آیت 49

5:49

وَأَنِ ٱحۡكُم بَيۡنَهُم بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ وَلَا تَتَّبِعۡ أَهۡوَآءَهُمۡ وَٱحۡذَرۡهُمۡ أَن يَفۡتِنُوكَ عَنۢ بَعۡضِ مَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ إِلَيۡكَۖ فَإِن تَوَلَّوۡاْ فَٱعۡلَمۡ أَنَّمَا يُرِيدُ ٱللَّهُ أَن يُصِيبَهُم بِبَعۡضِ ذُنُوبِهِمۡۗ وَإِنَّ كَثِيرٗا مِّنَ ٱلنَّاسِ لَفَٰسِقُونَ ٤٩

5-49 او دا چې ته د دوى په مینځ كې فیصله كوه په هغه څه سره چې الله نازل كړي دي او ته د دوى د خواهشاتو پیروي مه كوه او ته له دوى نه محتاط اوسه (هسې نه) چې دوى تا له ځینو (حكمونو) نه واړوي، چې تا ته الله نازل كړي دي، نو كه چېرې دوى وګرځېدل، نو پوه شه چې بېشكه همدا خبره ده چې الله غواړي چې دوى ته د دوى د ځینو ګناهونو په وجه سزا ورسوي او بېشكه په خلقو كې ډېر يقينًا فاسقان دي

تفسیر

او ته فیصلې کوه -ای پیغمبره- د دوی ترمنځ په هغه وحي چې الله تعالی تاته رالیږلې، او ته تابعداري مه کوه د دوی د ارزوګانو هغه چې د دوی د خواهشاتو د تابعدارۍ نه راپیدا شوي، او ویریږه (ځان ساته) د دوی نه د دې خبرې نه چې هسې نه چې واړوي تالره د بعضې هغه څه نه چې الله تعالی په تا باندې رالیږلی، نو هیڅکله دوی خپلې هڅې نه کموي په کیدلو د دې کار کې، نو که چیرته دوی مخ واړاوه د قبلولو د فیصلې نه په هغه څه چې تاته الله تعالی رالیږلي نو پوه شه چې بیشکه الله تعالی غواړي چې سزا ورکړي دوی ته په بعضو ګناهونو د دوی سزا د دنیا، او په ټولو ګناهونو به سزا ورکوي په اخرت کې، او بیشکه ډیر د خلکو نه خامخا وتونکي دي د الله تعالی د تابعدارۍ نه.