سورت المائدة، آیت 50

5:50

أَفَحُكۡمَ ٱلۡجَٰهِلِيَّةِ يَبۡغُونَۚ وَمَنۡ أَحۡسَنُ مِنَ ٱللَّهِ حُكۡمٗا لِّقَوۡمٖ يُوقِنُونَ ٥٠

5-50 ایا نو دوى د جاهلیت فیصله غواړي؟ او په فیصله كولو كې له الله نه (بل) څوك ډېر ښه دى، د هغه قوم لپاره چې یقین كوي!

تفسیر

ایا دوی مخ اړوي ستا د فیصلې نه په داسې حال کې غوښتونکي دي فیصلې د جاهلیت والاو د بوتانو د عبادت کوونکو نه هغه کسان چې د خپلو خواهشاتو مطابق فیصلې کوي؟! نو هیڅوک نشته ښایسته فیصله کوونکی د الله تعالی څخه د یقین والاو په نیز هغه کسان چې پوهیږي د الله تعالی له طرفه په هغه څه چې په خپل پیغمبر یې نازل کړي، نه د ناپوهۍ او خواهشاتو والا هغه چې نه قبلوي مګر هغه څه چې د دوی د خواهشاتو سره مناسب وي او اګر که باطل هم وي.