سورت المائدة، آیت 29

5:29

إِنِّيٓ أُرِيدُ أَن تَبُوٓأَ بِإِثۡمِي وَإِثۡمِكَ فَتَكُونَ مِنۡ أَصۡحَٰبِ ٱلنَّارِۚ وَذَٰلِكَ جَزَٰٓؤُاْ ٱلظَّٰلِمِينَ ٢٩

5-29 بېشكه زه غواړم چې ته زما (د وژلو) په ګناه باندې او په خپلې (مخكېنۍ) ګناه باندې اخته شي، بیا چې د دوزخ په ملګرو كې شې او دا د ظالمانو جزا ده

تفسیر

نو ورته يې وویل په داسې حال کې چې ویره ورکوونکې و: یقینا زه غواړم چې ته اخته شې په ګناه د وژلو زما په ظلم او تیرې ستا د هغو مخکنو ګناهونو سره، نو شې به ته د اور والاو څخه هغه چې د قیامت په ورځ به ورته ورننوځي، داشزا سزا ده د تیري کوونکو، او زه دا نه غواړم چې اخته شم په ګناه ستا د وژلو؛ نو زه به د اور والاو څخه شم.