سورت الكهف، آیت 73

18:73

قَالَ لَا تُؤَاخِذۡنِي بِمَا نَسِيتُ وَلَا تُرۡهِقۡنِي مِنۡ أَمۡرِي عُسۡرٗا ٧٣

18-73 ده وویل: ته ما پر هغه كار مه نیسه چې ما په هېره وكړ او ته پر ما د دې كار په وجه سختي مه راچوه

تفسیر

موسی -علیه السلام- خضر -علیه السلام- ته وویل: ته ما مه نیسه په سبب د پریښودلو زما ستا لوظ لره د هېریدلو د وجې نه، او په ما باندې تنګستیا او سختي مه کوه ستا په ملګرتیا کې.