قَالَ سَتَجِدُنِيٓ إِن شَآءَ ٱللَّهُ صَابِرٗا وَلَآ أَعۡصِي لَكَ أَمۡرٗا ٦٩
18-69 هغه وویل: كه الله وغواړي ته به ما ضرور صبر كوونكى ومومې او زه به ستا د حكم نافرماني نه كوم
تفسیر
موسی -علیه السلام- وویل: زر دی چې ته بیامومې ما لره ان شاء الله صبر کوونکی په هغو کارونو چې زه یې ستا څخه وینم، کلک به یم ستا په تابعدارۍ باندې، هیڅ نافرماني به نه کوم ستا د هیڅ یو کار چې ته یې ما ته کوي.