سورت الكهف، آیت 65

18:65

فَوَجَدَا عَبۡدٗا مِّنۡ عِبَادِنَآ ءَاتَيۡنَٰهُ رَحۡمَةٗ مِّنۡ عِندِنَا وَعَلَّمۡنَٰهُ مِن لَّدُنَّا عِلۡمٗا ٦٥

18-65 بیا نو دوى زمونږ په بنده ګانو كې یو بنده ومونده، چې مونږ هغه ته له خپله جانبه رحمت وركړى و او له خپل جانبه مو هغه ته (خاص) علم ښوولى و

تفسیر

نو هر کله چې دوی دواړه د ماهي د ورکېدلو ځای ته ورسېدل هلته یې زمونږ د نیکو بندګانو څخه یو بنده بیامونده (او هغه خضر -علیه السلام-) و، مونږ هغه ته د خپل طرفه رحمت ورکړی و، او زمونږ د طرفه مو ورته پوهه ورکړې وه داسې پوهه چې نور خلک پرې نه پوهېدل، او دا هغه څه دي چې په دې قیصه کې دي.