قَالَ ذَٰلِكَ مَا كُنَّا نَبۡغِۚ فَٱرۡتَدَّا عَلَىٰٓ ءَاثَارِهِمَا قَصَصٗا ٦٤
18-64 ويې ويل: دغه هغه څه دي چې مونږ يې طلب كاوه، پس بېرته په همغو خپلو قدمونو قدم په قدم راوګرځېدل
تفسیر
موسی -علیه السلام- خپل خادم ته وویل: دا هغه څه وو چې مونږ غوښتل، نو دا نښه ده د هغه نیک بنده، نو دا دواړه راوګرځېدل چې د خپلو قدمونو اثار یې لټول؛ د دې لپاره چې د دغې لارې څخه ورک نشي تر دې چې همدغې تیږې (ګټي) ته ورسېدل، او بیا د دغې نه د ماهي د ننوتلو ځای ته.