وَتِلۡكَ ٱلۡقُرَىٰٓ أَهۡلَكۡنَٰهُمۡ لَمَّا ظَلَمُواْ وَجَعَلۡنَا لِمَهۡلِكِهِم مَّوۡعِدٗا ٥٩
18-59 او دغه كلي دي چې مونږ دوى هلاك كړل، كله چې دوى ظلم وكړ او مونږ د دوى هلاكت ته یوه نېټه ټاكلې وه
تفسیر
او دغه کلي د کافرانو چې نږدي دې تاسې ته لکه کلي د قوم هود او صالح او شعیب هلاک کړل مونږ دوی لره کله چې دوی په خپلو ځانونو باندې په کفر او ګناهونو سره ظلم وکړ، او مونږ مقرر کړی و د دوی هلاکت لره وخت او نیټه مقرره.