سورت الكهف، آیت 60

18:60

وَإِذۡ قَالَ مُوسَىٰ لِفَتَىٰهُ لَآ أَبۡرَحُ حَتَّىٰٓ أَبۡلُغَ مَجۡمَعَ ٱلۡبَحۡرَيۡنِ أَوۡ أَمۡضِيَ حُقُبٗا ٦٠

18-60 او (یاد كړه) هغه وخت چې موسٰى خپل ځلمي ته وویل: زه به تل ځمه، تر هغه پورې چې د دوه دریابونو د جمع كېدو ځاى ته ورسېږم، یا به ګرځمه ډېرې زمانې

تفسیر

او یاد کړه -ای پیغمبره- هغه وخت کله چې موسی -علیه السلام- خپل خادم یوشع بن نون ته وویل: زه به ځم تر څو چې زه ورسیږم ځای د یوځای کیدلو د دوو دریابونو، او یا به زه ډیره زمانه ځم تر څو چې زه مخامخ شم د هغه نیک بنده سره، نو د هغه نه به علم یاد کړم.