سورت الكهف، آیت 50

18:50

وَإِذۡ قُلۡنَا لِلۡمَلَٰٓئِكَةِ ٱسۡجُدُواْ لِأٓدَمَ فَسَجَدُوٓاْ إِلَّآ إِبۡلِيسَ كَانَ مِنَ ٱلۡجِنِّ فَفَسَقَ عَنۡ أَمۡرِ رَبِّهِۦٓۗ أَفَتَتَّخِذُونَهُۥ وَذُرِّيَّتَهُۥٓ أَوۡلِيَآءَ مِن دُونِي وَهُمۡ لَكُمۡ عَدُوُّۢۚ بِئۡسَ لِلظَّٰلِمِينَ بَدَلٗا ٥٠

18-50 او (یاد كړه) هغه وخت چې مونږ ملايكو ته وویل: تاسو ادم ته سجده وكړئ، نو دوى سجده وكړه، غیر له ابلیس نه، هغه له جناتو څخه و، نو هغه د خپل رب د حكم نافرماني يې وكړه، ایا نو تاسو له ما نه غیر هغه او د هغهٔ اولاده دوستان جوړوئ، حال دا چې هغوى ستاسو دښمنان دي، او د ظالمانو لپاره بد بدل دى

تفسیر

او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې مونږ ملاېکو ته وویل: سجده وکړئ آدم -علیه السلام- ته سجده د احترام، نو سجده وکړه ټولو ملاېکو د خپل رب د امر منلو او عملي کولو د وجې نه مګر ابلیس سجده ونه کړه؛ هغه و د پیریانو د نسل نه او نه و د ملاېکو نه، نو انکار يې وکړ او لویي یې وکړه د سجدې کولو نه، نو ووته د خپل رب د تابعدارئ نه، آیا نیسئ تاسې -ای خلکو- دا ابلیس او اولاد د دې دوستان چې دوستي ورسره کوئ پغیر له ما نه او حال دا چې دوی ستاسې دښمنان دي، نو څرنګه تاسې خپل دښمنان د ځان لپاره دوستان نیسئ؟! ډیر بد دی کار د ظالمانو هغوی چې جوړوي شیطانان دوستان د ځان لپاره په بدل د دوستې د الله تعالی کې.