سورت الكهف، آیت 45

18:45

وَٱضۡرِبۡ لَهُم مَّثَلَ ٱلۡحَيَوٰةِ ٱلدُّنۡيَا كَمَآءٍ أَنزَلۡنَٰهُ مِنَ ٱلسَّمَآءِ فَٱخۡتَلَطَ بِهِۦ نَبَاتُ ٱلۡأَرۡضِ فَأَصۡبَحَ هَشِيمٗا تَذۡرُوهُ ٱلرِّيَٰحُۗ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ مُّقۡتَدِرًا ٤٥

18-45 او تهٔ دوى ته د دنيايي ژوند مثال بیان كړه چې د هغو اوبو په شان دى چې مونږ له بره نه نازلې كړې دي، نو په دغو سره د ځمكې زرغونه له یو بل سره ګډه وډه شي، بیا (دغه زرغونه) وچه كلكه ماته ماته شي، چې بادونه يې الوځوي او الله په هر شي باندې قدرت لرونكى دى

تفسیر

او بیان کړه -ای پیغمبره- په دنیا باندې دوکه شوي خلکو ته یو مثال، نو مثال د دنیا په ختمیدلو او زر تیریدلو کې په شان د باران د اوبو دی چې مونږ نازلې کړي د آسمانه، نو رازرغون شوي په دې اوبو سره د ځمکې بوټي او شنه شوي، نو وګرځي دا بوټې مات مات ذره ذره، چې باروي بادونه زرې د دې نورو ځایونو ته، نو ځمکه خپل پخواني حالت راوګرځي، او دی الله تعالی په هر شي باندې قدرت لرونکی، نشي عاجز کولی هغه لره هیڅ شی، نو ژوندي کوي څه شي چې وغواړي، او مړه کوي (هلاکوي) څه چې وغواړي.