سورت الكهف، آیت 46

18:46

ٱلۡمَالُ وَٱلۡبَنُونَ زِينَةُ ٱلۡحَيَوٰةِ ٱلدُّنۡيَاۖ وَٱلۡبَٰقِيَٰتُ ٱلصَّٰلِحَٰتُ خَيۡرٌ عِندَ رَبِّكَ ثَوَابٗا وَخَيۡرٌ أَمَلٗا ٤٦

18-46 مال او زامن خو د دنيايي ژوند زینت دى، او باقي پاتې كېدونكي نېك عملونه ستا د رب په نیز د ثواب په لحاظ تر ټولو غوره دي او د امېد په لحاظ تر ټولو ښه

تفسیر

مال او اولاد د هغه څه نه دي چې د دنیا ژوند پرې ښایسته کیدلی شي، او په اخرت کې د مال هیڅ ګټه نشته مګر هغه چې د الله تعالی په رضا کې خرچ شي، او کوم عملونه او ویناګانې چې د الله تعالی خوښېږي ډیرې ښې دي په اعتبار د ثواب سره د دنیا د ټولو ډولونو او سینګارونو نه، او دا غوره د هغه څه نه دي چې انسان یې امید لري؛ ځکه چې د دنیا ښایست ختمیدونکی دی او د الله تعالی چې کوم عملونه او ویناګانې خوښیږي د هغو ثواب د الله تعالی سره پاتې کیدونکی دی.