هُنَالِكَ ٱلۡوَلَٰيَةُ لِلَّهِ ٱلۡحَقِّۚ هُوَ خَيۡرٞ ثَوَابٗا وَخَيۡرٌ عُقۡبٗا ٤٤
18-44 په دغه وخت كې ټول د اختیار حق الله لره دى، هغه د ثواب (او بدله) وركولو په لحاظ تر ټولو غوره دى او د انجام وركولو په لحاظ تر ټولو ښه
تفسیر
په دې ځای کې کامیابي صرف یوازې الله تعالی لره ده، هغه پاک ذات ډیر غوره دی په اعتبار د ثواب ورکولو کې خپلو مومنانو دوستانو ته، نو هغه څو چنده کوي دوی لره ثواب، او هغه غوره دی په انجام ورکولو کې.