سورت الهمزة، آیت 4

104:4

كَلَّاۖ لَيُنۢبَذَنَّ فِي ٱلۡحُطَمَةِ ٤

104-4 داسې هیڅكله نشي كېدى، دى به خامخا ضرور په حطمه (ماتوونكي او سوځوونكي دوزخ) كې وغورځول شي

تفسیر

امر به داسې نه وي لکه دغه ناپوه چې فکر کوي، هغه به هرومرو د دوزخ په هغه اور کې غورځول کيږي چې هرڅوک ورواچول شي، د خپلې سختۍ له امله يې ټوټه ټوټه کوي او ماتوي.