سورت الهمزة، آیت 3

104:3

يَحۡسَبُ أَنَّ مَالَهُۥٓ أَخۡلَدَهُۥ ٣

104-3 دى خیال كوي چې بېشكه د ده مال به دى تل ژوندى وساتي؟

تفسیر

هغه ګومان کوي چې کوم مال هغه را غونډ کړی هغه به يې له مرګ څخه وژغوري، نو د دنيا په ژوند کې به تل تل ترتله پاتې شي.