وَإِذۡ قَالَ مُوسَىٰ لِقَوۡمِهِۦٓ إِنَّ ٱللَّهَ يَأۡمُرُكُمۡ أَن تَذۡبَحُواْ بَقَرَةٗۖ قَالُوٓاْ أَتَتَّخِذُنَا هُزُوٗاۖ قَالَ أَعُوذُ بِٱللَّهِ أَنۡ أَكُونَ مِنَ ٱلۡجَٰهِلِينَ ٦٧
2-67او كله چې موسٰى خپل قوم ته وويل: بېشكه الله تاسو ته حكم كوي چې يوه غوا حلاله كړئ، هغوى وويل: ايا ته مونږ مسخره ګرځوې (په مونږ پورې ټوقې كوې)؟ هغه وويل: زه د الله پناه غواړم له دې نه چې زه شم له جاهلانو نه
تفسیر
او د خپلو مشرانو د خبرونو څخه هغه خبرې اترې هم یادې کړئ چې د هغوی او موسی علیه السلام تر منځ تېرې شوې دي، چې موسی علیه السلام ورته خبر ورکړ په دې چې تاسو ته د الله تعالی امر دی چې یوه غوا حلاله کړئ، پس پر ځای د دې چې په بېړه کار وکړي، په سرکشۍ یې وویل: آیا ته مونږ پورې ملنډې وهې، نو موسی علیه السلام وویل: پناه غواړم په الله تعالی چې زه له هغه کسانو څخه شم چې په الله تعالی دروغ تړي او په خلکو ملنډې وهي.