سورت البقرة، آیت 213

2:213

كَانَ ٱلنَّاسُ أُمَّةٗ وَٰحِدَةٗ فَبَعَثَ ٱللَّهُ ٱلنَّبِيِّـۧنَ مُبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ وَأَنزَلَ مَعَهُمُ ٱلۡكِتَٰبَ بِٱلۡحَقِّ لِيَحۡكُمَ بَيۡنَ ٱلنَّاسِ فِيمَا ٱخۡتَلَفُواْ فِيهِۚ وَمَا ٱخۡتَلَفَ فِيهِ إِلَّا ٱلَّذِينَ أُوتُوهُ مِنۢ بَعۡدِ مَا جَآءَتۡهُمُ ٱلۡبَيِّنَٰتُ بَغۡيَۢا بَيۡنَهُمۡۖ فَهَدَى ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لِمَا ٱخۡتَلَفُواْ فِيهِ مِنَ ٱلۡحَقِّ بِإِذۡنِهِۦۗ وَٱللَّهُ يَهۡدِي مَن يَشَآءُ إِلَىٰ صِرَٰطٖ مُّسۡتَقِيمٍ ٢١٣

2-213 ټول خلق (په شروع كې) یو امت وو (بیا په كې ځینې كافر شول) نو الله نبیان راولېږل چې زېرى وركوونكي او وېروونكي وو او له هغوى سره يې په حقه سره كتاب نازل كړ، د دې لپاره چې هغه د خلقو په مينځ كې د هغه شي فیصله وكړي چې دوى په كې اختلاف كړى دى، او په هغه كې اختلاف نه دى كړى مګر هغو كسانو چې هغوى ته هغه (كتاب) وركړى شوى و، په خپل منځ كې د لويي او ظلم په وجه (يې اختلاف كړى و)، له دې نه پس چې هغوى ته ښې څرګندې نښې راغلې، نو الله هغو كسانو ته چې ایمان يې راوړى و، په خپل حكم سره هغه حق ته هدایت وكړ چې هغوى (كافرانو) په كې اختلاف كړى و او الله د سمې لارې هدایت كوي هغه چا ته چې ويې غواړي

تفسیر

په پيل کې خلک د خپل پلار آدم په امت په يوه خوله په لارښوونه وو، تردې چې شيطانونو لار ورکي کړل؛ نو په مومن او کافر سره بېل شول، له همدې امله الله د ايمان څښتنانو او پيروۍ کوونکو ته د هغه څه په اړه زيری ورکوونکي رسولان را ولېږل چې د هغوی لپاره يې چمتو کړي دي او د اهل کفر لپاره په هغه څه وېروونکي چې الله د خپلې سختې سزا ژمنه ورسره کړې ده، او د رسولانو سره یې پر داسې حق مشتمل کتابونه را ولېږل چې هيڅ شک پکې نشته ترڅو د خلکو تر منځ په هغه کې پرېکړې وکړي چې هغوی اختلاف پکې کوي او الله چې کوم تورات را نازل کړی و په هغو کې له يهودو يوازې هغو کسانو د تيري له مخې اختلاف وکړ چې پوهه ورکړل شوې وه دا هم وروسته تردې چې د الله دليلونه ورته راغلل چې هغه حق دی او اختلاف پکې ځای نه لري، خو الله مومنانو ته په خپل امر او اراده له لار ورکۍ څخه د لارښوونې د پېژندګلوۍ توفيق ورکړ، او الله چې چا ته وغواړي د داسې نېغې لارې لارښوونه کوي چې هيڅ کوږوالی نه لري، چې هغه د ايمان لار ده.