أَمۡ حَسِبۡتُمۡ أَن تَدۡخُلُواْ ٱلۡجَنَّةَ وَلَمَّا يَأۡتِكُم مَّثَلُ ٱلَّذِينَ خَلَوۡاْ مِن قَبۡلِكُمۖ مَّسَّتۡهُمُ ٱلۡبَأۡسَآءُ وَٱلضَّرَّآءُ وَزُلۡزِلُواْ حَتَّىٰ يَقُولَ ٱلرَّسُولُ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ مَعَهُۥ مَتَىٰ نَصۡرُ ٱللَّهِۗ أَلَآ إِنَّ نَصۡرَ ٱللَّهِ قَرِيبٞ ٢١٤
2-214 ایا تاسو دا ګمان كوئ چې جنت ته به داخل شئ؟ حال دا چې پر تاسو باندې لا تر اوسه د هغو خلقو حالت نه دى راغلى چې له تاسو نه مخكې تېر شوي دي، هغوى ته سختي او بېماري رسېدلې وې، او جړقول شوي وو تر دې چې رسول او له هغه سره ایمان راوړونكو به وویل: د الله مدد به كله راځي؟ خبردار شئ! یقینًا د الله مدد ډېر نژدې دى
تفسیر
ایا تاسو دا ګمان کوئ -ای مومنانو!- چې تاسو به جنت ته ننوځئ او تاسو ته به د پخوانیو مومنانو پشان تکلیفونه او مصیبتونه نه رسېږي، څنګه چې هغوئ ته سخته غریبي او سخت مرضونه رسیدلي وو، او هغوی وېرو لړزولي وو او دومره مصیبتونه ورته رسیدلی وو تر دې چې په تلوار سره د الله تعالی د مرستی او مدد غوښتنه وکړي، او پیغمبر او هغه مومنان چې له هغه سره وو، ووايي: چې د الله مرسته او مدد به کله راځي؟ ته ورته ووایه -اې پیغمبره- د الله تعالی مرسته او مدد نږدې دی، په الله تعالی باندې ایمان لرونکو، او پر هغه باندې توکل او عتماد کوونکو ته.