زُيِّنَ لِلَّذِينَ كَفَرُواْ ٱلۡحَيَوٰةُ ٱلدُّنۡيَا وَيَسۡخَرُونَ مِنَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْۘ وَٱلَّذِينَ ٱتَّقَوۡاْ فَوۡقَهُمۡ يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِۗ وَٱللَّهُ يَرۡزُقُ مَن يَشَآءُ بِغَيۡرِ حِسَابٖ ٢١٢
2-212 او هغو كسانو ته چې كافران شوي دي دنيايي ژوند ښايسته كړى شوى دى، او دوى په هغو كسانو پورې مسخرې كوي چې ایمان يې راوړى دى، او هغه كسان چې متقیان دي د قیامت په ورځ به د دوى له پاسه وي او الله چې چا لره وغواړي بې حسابه رزق وركوي
تفسیر
ښائسته کړی شوي هغه کسانو ته چې په الله تعالی یې کفر کړی دی، دنیا او د دنیا ختمیدونکی مزې او ختمیدونکی خوندونه، او مسخری کوي په هغه چا باندې چې په الله تعالی او د آخرت پر ورځ یې ایمان راوړی دی، او هغه کسان چې له الله تعالی څخه وېرېږي د الله تعالی اوامر عملی کوي او له نواهیو څخه یې ځان ساتي، د قیامت پر ورځ به د دې کافرانو څخه اوچت وي، هلته چې الله تعالی به دوئ همېشنې جنتونو ته داخلوي، او الله تعالی له خپلو مخلوقاتو چې هر چاته وغواړي بې شمېره (نعمتونه او روزي) ورکوي.