سورت البقرة، آیت 197

2:197

ٱلۡحَجُّ أَشۡهُرٞ مَّعۡلُومَٰتٞۚ فَمَن فَرَضَ فِيهِنَّ ٱلۡحَجَّ فَلَا رَفَثَ وَلَا فُسُوقَ وَلَا جِدَالَ فِي ٱلۡحَجِّۗ وَمَا تَفۡعَلُواْ مِنۡ خَيۡرٖ يَعۡلَمۡهُ ٱللَّهُۗ وَتَزَوَّدُواْ فَإِنَّ خَيۡرَ ٱلزَّادِ ٱلتَّقۡوَىٰۖ وَٱتَّقُونِ يَٰٓأُوْلِي ٱلۡأَلۡبَٰبِ ١٩٧

2-197 (وخت د احرام د) حج څو معلومې میاشتې دي، نو چا چې په دې (میاشتو) كې (په ځان باندې) حج فرض كړ، نو په حج كې نه له ښځو سره د شهوت خبرې كول شته او نه (د الله) نافرماني او نه جګړه او تاسو چې څه نېكي كوئ، الله پر هغې پوهېږي، او توښه واخلئ، پس یقینًا بهترینه توښه تقویٰ ده، اى د صفا عقل خاوندانو! له ما نه وېرېږئ

تفسیر

د حج وخت معلومې میاشیتې دي، چې د شوال له میاشتې پیل کېږي او د ذی الحجې میاشتې په لسمه ختمېږي، نو چاچې په دې میاشتو کې پر ځان حج فرض کړ او د حج قصد یې وکړ؛ په ده باندې له خپلې ښځې سره کوروالی (جماع) کول او هغه څه چې د دې سبب کېږي حرام دي او په ده باندې دا لازم دي چې په ګناه کولو سره د الله تعالی له تابعدارۍ څخه ونه وځي؛ د وخت او ځای د احترام او عظمت له وجې نه، او په ده باندې جنګ جګړی هم حرامې دي هغه چې د غصې او لانجو سبب ګرځي، او تاسو چې کومه ښېګڼه هم کوئ، الله تعالی پرې پوهېږي، نو د هغه بدل به درکوي. او تاسو د حج د ادا کولو لپاره له ځان سره د خپل حاجت مطابق خواړه او ځښاک واخلئ او پوهه شئ هغه غوره شی چې تاسو په خپلو ټولو چارو کې مرسته پرې تر لاسه کولای شئ، هغه د الله تعالی تقوا ده، پس له ما (الله) څخه ووېرېږئ، زما د حکمونو په عملي کولو سره او زما له نواهیو څخه ځان وساتئ، اې د سالم عقل څښتنانو.