سورت البقرة، آیت 194

2:194

ٱلشَّهۡرُ ٱلۡحَرَامُ بِٱلشَّهۡرِ ٱلۡحَرَامِ وَٱلۡحُرُمَٰتُ قِصَاصٞۚ فَمَنِ ٱعۡتَدَىٰ عَلَيۡكُمۡ فَٱعۡتَدُواْ عَلَيۡهِ بِمِثۡلِ مَا ٱعۡتَدَىٰ عَلَيۡكُمۡۚ وَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ وَٱعۡلَمُوٓاْ أَنَّ ٱللَّهَ مَعَ ٱلۡمُتَّقِينَ ١٩٤

2-194 حرامه میاشت په بدل د میاشتې حرامې كې ده، او حرمتونه (عزتونه) په بدله دي، پس چا چې پر تاسو باندې تېرى وكړ، نو تاسو په هغه باندې (په جواب كې) تېرى وكړئ په مثل د هغه چې هغه پر تاسو باندې تېرى كړى دى، او له الله نه وېرېږئ او پوه شئ چې یقینًا الله د متقیانو ملګرى دى

تفسیر

هغه عزتمنده میاشت چې الله تعالی پکې تاسو ته په اوم کال د هجرت د حرم د داخلیدو او دعمرې کولو توفیق درکړ، دا د هغې عزتمندې میاشتې بدل ؤ چې تاسو پکې مشرکانو په شپږم کال له حرم څخه منع کړي وئ او هغه د عزت والا شیان -لکه حرمت د مکې مکرمې او حرمت د عزتمندو میاشتو او حرمت د احرام- په دې کې به هم د زیاتی کوونکو څخه قصاص او بدله اخیستل کېږي، نو چا چې پر تاسو په دغو عزتمندو وختونو او ځایونو کې تېری وکړ نو تاسو ورسره هماغه څېر کړنه وکړئ او له هغه نه ورسره زیاتی مه کوئ، بېشکه الله تعالی له خپلو پولو څخه تېري کوونکي نه خوښوي او له الله تعالی څخه و وېرېږئ، کله چې تاسو د الله تعالی له پولو څخه تېری کوئ او پوهه شئ چې الله تعالی متقیانو ته توفیق ورکوئ او د هغوئ مرسته کوي.