وَقَالَتِ ٱلۡيَهُودُ لَيۡسَتِ ٱلنَّصَٰرَىٰ عَلَىٰ شَيۡءٖ وَقَالَتِ ٱلنَّصَٰرَىٰ لَيۡسَتِ ٱلۡيَهُودُ عَلَىٰ شَيۡءٖ وَهُمۡ يَتۡلُونَ ٱلۡكِتَٰبَۗ كَذَٰلِكَ قَالَ ٱلَّذِينَ لَا يَعۡلَمُونَ مِثۡلَ قَوۡلِهِمۡۚ فَٱللَّهُ يَحۡكُمُ بَيۡنَهُمۡ يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِ فِيمَا كَانُواْ فِيهِ يَخۡتَلِفُونَ ١١٣
2-113او يهوديانو ويل: نصرانيان (د دين) په هېڅ څيز باندې (قايم) نه دي او نصرانيانو ويل: يهوديان (د دين) په هېڅ څيز باندې (ولاړ) نه دي، حال دا چې دوى كتاب لولي، همدارنګه، د دوى د خبرې په شان خبره هغو كسانو هم كړې وه چې بې علمه وو، نو الله به د قيامت په ورځ د دوى په مينځ كې د هغو خبرو په هكله فيصله كوي چې دوى به په كې اختلاف كاوه
تفسیر
يهودو ويل: نصارا په سم دين نه دي او نصاراوو ويل: يهود پر سم دين نه دي او هر يو په خپل کتاب کې د کړي کفر تصديق او پرته له توپير کولو پر ټولو نبيانو د ايمان راوړلو امر لولي، هغوی په دغه وينا کې له هغو مشرکانو سره ورته دي چې نه پوهيږي، کله يې چې ټول رسولان او هغه کتابونه چې پرې نازل شوي وو درواغ وګڼل؛ نو الله به د ټولو اختلاف کوونکو تر منځ په هغه عدالت سره پرېکړه کوي چې خپل بندګان يې پرې خبر کړي دي، هغه دا چې د الله تعالی پر ټولو نازل شوو شيانو له ايمان پرته بريا نشته.