وَمَنۡ أَظۡلَمُ مِمَّن مَّنَعَ مَسَٰجِدَ ٱللَّهِ أَن يُذۡكَرَ فِيهَا ٱسۡمُهُۥ وَسَعَىٰ فِي خَرَابِهَآۚ أُوْلَٰٓئِكَ مَا كَانَ لَهُمۡ أَن يَدۡخُلُوهَآ إِلَّا خَآئِفِينَۚ لَهُمۡ فِي ٱلدُّنۡيَا خِزۡيٞ وَلَهُمۡ فِي ٱلۡأٓخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٞ ١١٤
2-114او له هغه كس نه بل زيات ظالم څوك دى چې د الله جوماتونه بندوي (له دې خبرې نه) چې په دغو (جوماتونو) كې د هغه (الله) نوم ياد كړى شي او د دغو (جوماتونو) په ورانولو كې كوشش كوي، دغه كسان چې دي، دوى ته دا حق نشته چې دې (جوماتونو) ته ننوځي مګر دا چې وېرېدونكي وي، د دوى لپاره په دنيا كې رسوايي ده او د دوى لپاره په اخرت كې ډېر لوى عذاب دى
تفسیر
هیڅوک د هغه کس څخه غټ ظالم نه دی چې خلک په جوماتونو کې د الله تعالی د نوم له یادولو څخه بندوي، او د لمانځه، ذکر او تلاوت څخه خلک منعه کوي او تل یې د ورانولو او فساد خپرولو هڅه وکړي، چې ویې نړوي او خلک پکې د بندګي کولو څخه بند کړي، همدا د ورانولو هڅه کوونکو ته نه ښایي چې د الله تعالی جوماتونو ته ورننوځي مګر په داسې حال کې چې ویرېږي او زړونه یې رپېږي؛ د دوی د کفر کولو او د جوماتونو څخه د خلکو د بندولو له امله، دوی لره د دنیا په ژوند کې د مومنانو په لاس ذلت او سپکاوی دی، او په آخرت کې لوی عذاب دی ځکه چې خلک به یې د جوماتونو څخه بندول.