سورت الأعراف، آیت 77

7:77

فَعَقَرُواْ ٱلنَّاقَةَ وَعَتَوۡاْ عَنۡ أَمۡرِ رَبِّهِمۡ وَقَالُواْ يَٰصَٰلِحُ ٱئۡتِنَا بِمَا تَعِدُنَآ إِن كُنتَ مِنَ ٱلۡمُرۡسَلِينَ ٧٧

7-77 نو هغوى اوښه ووژله او د خپل رب له حكم نه يې سركشي وكړه او ويې ويل:اى صالحه! پر مونږ راوله هغه (عذاب) چې ته مونږ په هغه سره وېروې، كه چېرې ته له رسولانو څخه يې

تفسیر

نو مړه کړه دوی هغې اوښې لره چې دوی یې منع کړي وو د دې نه چې څه ضرر ورته ورسوي، په داسې حال کې چې لویې کوونکي وو د الله تعالی د امر د منلو نه، او د مسخرې په ډول یې وویل په داسې حال کې لرې ګڼوونکي وو هغه عذاب لره چې دوی پرې صالح -علیه السلام- ویرولي وو: ای صالح! رواړه مونږ ته هغه دردناک عذاب چې ته پرې مونږ ویروې که چیرته ته په ریښتیا د الله تعالی له طرفه پیغمبر یې.