قَالَ ٱلَّذِينَ ٱسۡتَكۡبَرُوٓاْ إِنَّا بِٱلَّذِيٓ ءَامَنتُم بِهِۦ كَٰفِرُونَ ٧٦
7-76 تكبر كوونكو كسانو وویل: بېشكه مونږ په هغه څه چې تاسو پرې ایمان راوړى دى، كفركوونكي یو
تفسیر
وویل هغو لویې کوونکو د هغه د قوم نه: یقینا مونږ په هغه څه چې تاسو پرې تصدیق کړی -ای مومنانو- کفر کوونکي یو، نو مونږ پرې هیڅکله هم ایمان نه راوړو، او نه د هغه په دین باندې عمل کوو.