أَلَهُمۡ أَرۡجُلٞ يَمۡشُونَ بِهَآۖ أَمۡ لَهُمۡ أَيۡدٖ يَبۡطِشُونَ بِهَآۖ أَمۡ لَهُمۡ أَعۡيُنٞ يُبۡصِرُونَ بِهَآۖ أَمۡ لَهُمۡ ءَاذَانٞ يَسۡمَعُونَ بِهَاۗ قُلِ ٱدۡعُواْ شُرَكَآءَكُمۡ ثُمَّ كِيدُونِ فَلَا تُنظِرُونِ ١٩٥
7-195 ایا د هغوى لپاره پښې دي چې په هغو سره تلل كوي، یا د هغوى لپاره لاسونه دي چې په هغو سره نیول كوي، یا د هغوى لپاره سترګې دي چې په هغو سره لیدل كوي، یا د هغوى لپاره غوږونه دي چې په هغو سره اورېدل كوي؟ ته ووایه: تاسو خپل شریكان راوبلئ، بیا زما په خلاف څه چل (او تدبير) وكړئ، بيا ما ته (هېڅ) مهلت مه راكوئ
تفسیر
آیا شته دی دې بتانو لره چې تاسو د بندګئ حقدار نیولي: پښې چې هغوی پرې مزل کوي نو ستاسو په حاجتونو کې منډي ووهي؟ آیا شته دوی لره لاسونه چې په خپل طاقت سره ستاسو څخه دفاع وکړي؟ آیا شته دوی لره سترګې چې هغه شیان پرې وویني چې ستاسو نه پټ دي نو تاسو لره پرې خبر درکړي؟ آیا شته دوی لره غوږونه چې واوري په دې سره هغه څه چې ستاسو نه پټ دي نو د هغه علم تاسو ته درورسوي؟ نو که چیرته دوی د دې ټولو نه خالي دي نو بیا ولې تاسو د دوی بندګي کوئ په دې اومید چې دوی به تاسو ته څه فایده درورسوي او یا به ستاسو نه ضرر دفع کړي؟! ته ووایه -ای پيغمبره- دې مشرکانو ته: تاسو راوبلئ هغه څوک چې تاسو یې د الله تعالی سره برابروئ، بیا ما ته د ضرر راکولو لپاره چلونه جوړکړئ، او ما لره هیڅ مهلت مه راکوئ.