فَلَمَّآ ءَاتَىٰهُمَا صَٰلِحٗا جَعَلَا لَهُۥ شُرَكَآءَ فِيمَآ ءَاتَىٰهُمَاۚ فَتَعَٰلَى ٱللَّهُ عَمَّا يُشۡرِكُونَ ١٩٠
7-190 نو كله چې الله دوى ته روغ بچى وركړ، دوى له الله سره په هغه څه كې شریكان جوړ كړل چې دوى ته يې وركړى و، نو الله ډېر اوچت دى له هغه څه نه چې دوى يې (ورسره) شريكوي
تفسیر
نو هر کله چې الله تعالی د دې دواړو دعا قبوله کړه، او دوی ته یې روغ رمټ بچی ورکړ لکه څرنګه چې دوی غوښتلی و؛ جوړ یې کړ د الله تعالی سره شریک په هغه بچې کې چې الله تعالی دوی ته ورکړی و، نو نسبت د بندګۍ یې د نوم په کیښودلو کې بل چاته وکړ، او عبد الحارث (د حارث بنده) نوم یې پرې کېښوده، نو اوچت دی الله تعالی او پاک دی د هر قسم شریک نه، نو پس هغه یوازې دی په پاللو د بندګانو کې او په حق د بندګۍ کې.