سورت الأعراف، آیت 189

7:189

۞ هُوَ ٱلَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفۡسٖ وَٰحِدَةٖ وَجَعَلَ مِنۡهَا زَوۡجَهَا لِيَسۡكُنَ إِلَيۡهَاۖ فَلَمَّا تَغَشَّىٰهَا حَمَلَتۡ حَمۡلًا خَفِيفٗا فَمَرَّتۡ بِهِۦۖ فَلَمَّآ أَثۡقَلَت دَّعَوَا ٱللَّهَ رَبَّهُمَا لَئِنۡ ءَاتَيۡتَنَا صَٰلِحٗا لَّنَكُونَنَّ مِنَ ٱلشَّٰكِرِينَ ١٨٩

7-189 دى همغه ذات دى چې تاسو يې له یو ځان نه پیدا كړي یئ او له هغه نه يې د هغه جوړه پیدا كړه، د دې لپاره چې د هغې ترڅنګ ارام او سكون حاصل كړي، بیا كله چې سړي (خپله جوړه) پټه كړه (جماع يې ورسره وكړه، نو) هغه حامله شوه په سپك حمل سره، نو هغه به يې ګرځاوه، نو كله چې درنه شوه، دواړو له خپل پالونكي الله نه دعا وغوښتله، (چې) كه چېرې تا مونږ ته روغ بچـى راكړ (، نو) مونږ به خامخا ضرور له شكر كوونكو څخه شو

تفسیر

خاص الله تعالی هغه ذات دی چې تاسو یې پیدا کړي یاست -ای نارینه و او ښځینه و- د یو نفس نه چې هغه آدم -علیه السلام- دی، او د آدم -علیه السلام- څخه یې د هغه بي بي حواء پیداکړې، د هغه له پښتۍ څخه يې پيډا کړې د دې لپاره چې هغې ته سکون او ارامي ورکړي، او په هغې باندې ډاډ حاصل کړي، نو هر کله چې خاوند د خپلې مېرمنې سره کوروالی وکړ، نو سپک حمل یې واخیست داسې چې دا پرې نه پوهېدله؛ ځکه چې دا اول وخت و، او خپل دې حمل سره به همداسې وه چې خپلې چارې یې په مخ وړلې دروندوالی یې نه محسوساوه، نو هر کله چې دروند شو او د دې په خیټه کې غټ شو دواړو ښځې او خاوند له الله تعالی څخه دعا وغوښتله داسې یې وویل: ای ربه! که تا مونږ ته روغ رمټ زوی راکړې مونږ به ستا د نعمتونو شکر ویستونکي شو.