سورت الأعراف، آیت 180

7:180

وَلِلَّهِ ٱلۡأَسۡمَآءُ ٱلۡحُسۡنَىٰ فَٱدۡعُوهُ بِهَاۖ وَذَرُواْ ٱلَّذِينَ يُلۡحِدُونَ فِيٓ أَسۡمَٰٓئِهِۦۚ سَيُجۡزَوۡنَ مَا كَانُواْ يَعۡمَلُونَ ١٨٠

7-180 او خاص د الله لپاره تر ټولو ښكلي نومونه دي، نو تاسو الله په دغو (نومونو) سره بلئ او هغه كسان پرېږدئ چې د هغهٔ په نومونو كې الحاد (كوږوالى) كوي، ژر به هغوى ته د هغو عملونو بدله (سزا) وركړى شي چې هغوى به كول

تفسیر

او خاص الله پاک لره دي خایسته نومونه هغه چې د هغه په لویۍ او کمال دلالت کوي، نو تاسو وسیله ونیسئ په دې نومونو سره الله تعالی ته په غوښتلو د هغه څه کې چې تاسو يې غواړئ او په دې نومونو سره د الله تعالی ثنا بیان کړئ، او پریږدئ هغه څوک چې کږیږي د حق نه په دې نومونو کې داسې چې د الله تعالی نه پرته بل چاته دا نومونه ورکوي، او یا يې د الله تعالی څخه منفي کوي، او یا يې په معنا کې تحریف کوي او یا د الله تعالی سره بل څوک مشابه کوي، زر دی خامخا مونږ به دې خلکو ته چې د حق نه کږیږي سزا ورکړو: دردناک عذاب په سبب د هغو کارونو چې دوی کول.