سورت الأعراف، آیت 105

7:105

حَقِيقٌ عَلَىٰٓ أَن لَّآ أَقُولَ عَلَى ٱللَّهِ إِلَّا ٱلۡحَقَّۚ قَدۡ جِئۡتُكُم بِبَيِّنَةٖ مِّن رَّبِّكُمۡ فَأَرۡسِلۡ مَعِيَ بَنِيٓ إِسۡرَٰٓءِيلَ ١٠٥

7-105 ټینګ ولاړ (یم) په دې خبره چې نه وایم پر الله مګر حقه خبره، یقینًا ما تاسو ته د خپل رب له جانبه ښكاره معجزه راوړې ده، نو ته زما سره بني اسرائیل خوشې كړه (ويې لېږه)

تفسیر

وویل موسی -علیه السلام-: او هر کله چې زه د هغه له طرفه رالیږل شوی یم نو زه ډیر حقدار یم په دې خبره چې ونه وایم په الله تعالی باندې مګر حق خبره، بیشکه ما راتګ کړی تاسو ته په ښکاره دلیل چې دلالت کوي زما په ریښتنولۍ او په دې چې یقینا زه رالیږل شوی یم د خپل رب له طرف نه تاسو ته، نو پریږده زما سره بنی اسرائیل د هغه بند او ظلم نه چې دوی پکې دي.