فَلَمَّا رَءَا ٱلشَّمۡسَ بَازِغَةٗ قَالَ هَٰذَا رَبِّي هَٰذَآ أَكۡبَرُۖ فَلَمَّآ أَفَلَتۡ قَالَ يَٰقَوۡمِ إِنِّي بَرِيٓءٞ مِّمَّا تُشۡرِكُونَ ٧٨
6-78 نو كله چې هغهٔ، لمرسترګه ولیدله، ځلېدونكې، ويې ويل:دا زما رب دى؟ دا خو تر ټولو لوى دى، نو كله چې هغه پرېوتله، ويې ويل:اى زما قومه! بېشكه زه بېزاره یم له هغه څه نه چې تاسو يې شریكان جوړوئ
تفسیر
او هر کله چې یې لمر راختونکی ولیده ویې ویل: دا راختونکی لمر زما رب دی، دا د ستوري او سپوږمۍ دواړو نه غټ دی، نو هر کله چې پټ شو ویې ویل: ای زما قومه! بیشکه زه بیزاره یم د هغه څه نه چې تاسو یې د الله تعالی سره شریکوي.