وَقَالُواْ هَٰذِهِۦٓ أَنۡعَٰمٞ وَحَرۡثٌ حِجۡرٞ لَّا يَطۡعَمُهَآ إِلَّا مَن نَّشَآءُ بِزَعۡمِهِمۡ وَأَنۡعَٰمٌ حُرِّمَتۡ ظُهُورُهَا وَأَنۡعَٰمٞ لَّا يَذۡكُرُونَ ٱسۡمَ ٱللَّهِ عَلَيۡهَا ٱفۡتِرَآءً عَلَيۡهِۚ سَيَجۡزِيهِم بِمَا كَانُواْ يَفۡتَرُونَ ١٣٨
6-138 او دوى وايي: دا ځینې څاروي او فصلونه دي، چې ممنوع دي، دا به نه خوري مګر هغه څوك چې مونږ يې وغواړو، د دوى په عقیده، او څه څاروي دي چې د هغو شاګانې منع كړى شوي دي (سورېدل او بار وړل پرې بند دي)، او څه څاروي دي چې دوى په هغو باندې د الله نوم نه یادوي،(او دا) په الله باندې د دروغو تپلو لپاره(كوي)، ضرور به الله دوى ته سزا وركړي، په سبب د هغو دروغو چې دوى به جوړول
تفسیر
د بتانو د خادمانو او نورو د ګمان او دروغو تړلو له امله دا مشرکان وایې: دا څاروي او فصلونه حرام کړی شوي (بند کړی شوي)؛ خوراک نه کوي د دې نه مګر هغه څوک چې دوی یې غواړي، او دا څاروي دي چې حرامې کړی شوی شاګانې د دوی؛ نو سپرېدل به پرې نه کیږي، او نه پرې بار وړل کیږي؛ چې هغه بحیره، سائبه او حام دي. دا څاروي دي چې دوی پرې د حلالې پر مهال د الله تعالی نوم نه یادوي، بلکې د خپلو بتانو په نوم یې ذبحه کوي؛ دوی د دې ټولو کارونو نسبت الله تعالی ته په دروغو سره وکړ چې ګویا دا د هغه له طرف نه دي، خامخا سزا به ورکړي دوی ته الله تعالی په سبب د هغه دروغو چې دوی په الله تعالی باندې جوړول.