وَقَالُواْ مَا فِي بُطُونِ هَٰذِهِ ٱلۡأَنۡعَٰمِ خَالِصَةٞ لِّذُكُورِنَا وَمُحَرَّمٌ عَلَىٰٓ أَزۡوَٰجِنَاۖ وَإِن يَكُن مَّيۡتَةٗ فَهُمۡ فِيهِ شُرَكَآءُۚ سَيَجۡزِيهِمۡ وَصۡفَهُمۡۚ إِنَّهُۥ حَكِيمٌ عَلِيمٞ ١٣٩
6-139 او دوى وايي: هغه چې د دې څارویو په ګېډو كې دي (هغه) زمونږ د نرانو لپاره خالص دي او زمونږ پر ښځو باندې حرام دي او كه چېرې هغه مردار وي، نو دوى (نر او ښځه) په هغه كې شریكان دي، ژر به الله دوى ته د خپل دې بیان سزا وركړي، بېشكه هغه ښه حكمت والا، ښه عالم دى
تفسیر
او وایې دوی: هغه بچي چې د دې سائبو او بحیرو په ګېدو کې دي؛ که چیرته ژوندي پیدا شول نو دا یوازې زمونږ نارینه و ته حلال دي، او په ښځو باندې مو حرام دي، او که چیرته مړه وزیږیدل نو بیا پکې نارینه او ښځینه ټول شریک دي(په خوړلو کې یې). زر دی چې سزا به ورکړي دوی ته الله تعالی په دې وینا د دوی هغه سزا چې دوی یې وړ دي، بیشکه الله تعالی د حکمت والا دی په خپل شریعت کې او د خپلو مخلوقاتو د چارو په برابرولو کې، باخبره دی په دوی.