وَإِذَا جَآءَتۡهُمۡ ءَايَةٞ قَالُواْ لَن نُّؤۡمِنَ حَتَّىٰ نُؤۡتَىٰ مِثۡلَ مَآ أُوتِيَ رُسُلُ ٱللَّهِۘ ٱللَّهُ أَعۡلَمُ حَيۡثُ يَجۡعَلُ رِسَالَتَهُۥۗ سَيُصِيبُ ٱلَّذِينَ أَجۡرَمُواْ صَغَارٌ عِندَ ٱللَّهِ وَعَذَابٞ شَدِيدُۢ بِمَا كَانُواْ يَمۡكُرُونَ ١٢٤
6-124 او كله چې دوى ته كومه نښه راشي، دوى وايي: هیڅكله به مونږ ایمان رانه وړو تر هغه پورې چې مونږ ته راكړى شي په شان د هغو (نښو) چې د الله رسولانو ته وركړى شوي دي، الله ښه عالم دى پر هغه ځاى چې (هلته) خپل رسالت ږدي، ژر به هغو كسانو ته چې جرم يې كړى دى د الله په نیز ذلت ورسېږي او ډېر سخت عذاب، په سبب د هغه مكر چې دوى به كاوه
تفسیر
او کله چې راشي د کافرانو مشرانو ته یوه معجزه د هغو معجزو نه چې الله تعالی یې په خپلو بندګانو رالیږي، دوی وایې: مونږ ایمان نه راړو تر هغه چې راکړي مونږ ته الله تعالی په شان د هغه چې ورکړی یې دی پیغمبرانو ته د پیغمبرۍ او رسالت نه، نو الله تعالی په هغوی باندې رد وکړ، چې بیشکه هغه ښه پوهه دی په هغه چا چې د هغه د پیغمبرۍ لایق وي او د هغې د ادا کولو وړ وي، نو ځانګړی کوي یې په پیغمبرۍ او رسالت سره. خامخا وبه رسیږي دې سرکښانو ته خواري او سپکوالی د وجې د لویي کولو د دوی د حق نه، او سخت عذاب به ورته ورسیږي د دوی د چلونو او دوکو له وجې نه.