سورت الأنعام، آیت 123

6:123

وَكَذَٰلِكَ جَعَلۡنَا فِي كُلِّ قَرۡيَةٍ أَكَٰبِرَ مُجۡرِمِيهَا لِيَمۡكُرُواْ فِيهَاۖ وَمَا يَمۡكُرُونَ إِلَّا بِأَنفُسِهِمۡ وَمَا يَشۡعُرُونَ ١٢٣

6-123 او همدارنګه مونږ په هر كلي كې د هغه (كلي) مجرمان، مشران ګرځولي دي، د دې لپاره چې دوى په هغه (كلي) كې مكر (فريب) وكړي او دوى يواځې له خپلو ځانونو سره مكر كوي، په دې حال كې چې دوى شعور نه لري

تفسیر

او لکه څرنګه چې د مشرکینو سردارانو په مکه کې خلک د الله د لارې څخه بند کړي و ، همدغه شان مونږ په هر یو کلي کې مشران او غټ خلک پيدا کړي چې کوي خپل چلونه کوي د خلکو په رابللو سره د شیطان لارې ته او په جګړه کولو د پیغمبرانو او د هغوی د تابعدارنو سره، حال دا دی چې د دوی چل او دوکه د دوی په خپلو ځانونو باندې راګرځي، لیکن دوی په دې نه پوهیږي د دوی د ناپوهۍ او د خواهشاتو د تابعدارۍ له وجې نه.