سورت الأنعام، آیت 125

6:125

فَمَن يُرِدِ ٱللَّهُ أَن يَهۡدِيَهُۥ يَشۡرَحۡ صَدۡرَهُۥ لِلۡإِسۡلَٰمِۖ وَمَن يُرِدۡ أَن يُضِلَّهُۥ يَجۡعَلۡ صَدۡرَهُۥ ضَيِّقًا حَرَجٗا كَأَنَّمَا يَصَّعَّدُ فِي ٱلسَّمَآءِۚ كَذَٰلِكَ يَجۡعَلُ ٱللَّهُ ٱلرِّجۡسَ عَلَى ٱلَّذِينَ لَا يُؤۡمِنُونَ ١٢٥

6-125 نو هغه څوك چې الله هغهٔ ته د هدایت كولو اراده وكړي، (نو) د هغهٔ سینه د اسلام لپاره فراخه كړي او هغه څوك چې هغه يې د ګمراه كولو اراده وكړي (، نو) د هغهٔ سینه تنګه كړي، بېخي تنګه، ګویا كې هغه پورته اسمان ته په سختۍ سره خېژي، همدارنګه الله پلیتي (عذاب) اچوي په هغو كسانو باندې چې ایمان نه راوړي

تفسیر

نو پس الله تعالی چې چاته اراده وکړي چې توفیق ورکړي د هدایت لارې ته نو د هغه سینه پراخه کړي او د اسلام قبلولو ته یې اماده کړي، او چاته چې وغواړي چې ذلیل یې کړي او د هدایت توفیق ورنه کړي نو د هغه سینه تنګه کړي د منلو د حق نه، لکه څرنګه چې ده بند کړی دی حق لدې څخه چې د ده زړه ته لار ومومي پداسې ډول یې بند کړی لکه څرنګه چې دی پخپله اسمان ته له ختلو څخه عاجز دی، او لکه څرنګه الله تعالی د ګمراه حال داسې تنګ ګرځولی همداسې به عذاب هغه چاته ورکړي چې په الله تعالی ایمان نه راوړي.