د غوسې پر مهال دعا

هغه کلمې چې نبي کریم ﷺ وفرمایل غوسه لرې کوي.

۱ یو ځل

أَعُوذُ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ

ژباړه او سرچینه

د سليمان بن صرد رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: زه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست وم چې دوو کسانو سره یو بل ته کنځلې کولې، نو د یو مخ سور شو او د مرۍ رګونه یې (له ډېرې غصې) راوپړسېدلې، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "زه په یوه کلمه پوهیږم چې که ویې وایي، نو غصه به یې لاړه شي، که چېرته: أَعُوذُ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ) یعنې: زه له شیطان څخه په الله پناه غواړم ووایې: نو هغه څه به ترې لاړ شي چې دی ورسره مخ دی" نو هغوی ورته وویل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې چې: له شیطان څخه په الله پناه وغواړه»، هغه وویل: آیا پر ما لیونتوب دی؟

متفق علیه دی درجه: صحيح دی

شرح

دوو کسانو د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر وړاندې سره یوبل ته کنځلې وکړې، په داسې حال کې چې د یو مخ سور اوښتی و، د مرۍ خواوشا رګونه یې پړسېدلې وې.

نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زه داسې یوې کلمې باندې پوهېږم چې که دا غصه کوونکی یې ووایي غصه به یې لاړه شي، که چېرته: أعوذ بالله من الشيطان الرجيم ووایي.

نو هغوی ورته وویل چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې چې له شیطان څخه په الله پناه وغواړه.

هغه وویل: آیا زه لیونی یم؟! دا ګمان یې وکړ چې یوازې لیونی انسان له شیطان څخه پناه غواړي.

ګټې

  • د سبب د شتون پر مهال پر هدایت او لارښوونه د رسول الله صلی الله علیه وسلم ټینګار.
  • غصه د شیطان له طرفه وي.
  • د غصې پر مهال له رټل شوي شیطان څخه په الله باندې پناه غوښتل، الله تعالی فرمایلي: (وإما ينزغنك من الشيطان نزغ فاستعذ بالله..) الآيةَ یعنې (او كه چېرته د شیطان له طرفه كومه وسوسه تا (په ګناه كولو) ورتېز كړي، نو په الله پورې پناه ونيسه).
  • له کنځلو او لعنت ویلو څخه وېرول او ځان ترې ساتل؛ ځکه چې دا دواړه د خلکو تر منځ د فساد لامل ګرځي.
  • هغه چاته د نصیحت رسول چې اورېدلی یې نه وي، تر څو ترې ګټه واخلي.
  • رسول الله صلی الله علیه وسلم د غصې پر وړاندې خبرداری ورکوي؛ ځکه چې شر او بې احتیاطي زیږوي، او رسول الله صلی الله علیه وسلم به نه غصه کېده مګر دا چې کله به د الله تعالی حرمتونه پر پښو لاندې شول او دا ستایل شوې غصه ده.
  • نووي رحمه الله د دې وینا په اړه فرمایلي چې (آیا زه تاته لیونی ښکارم) چې شونې ده دا وينا کوونکی له منافقينو او يا له شډلو بدويانو څخه څخه وي.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

پوښتنې

په دې پاڼه کې څه دي؟

د غوسې دعا: هر یو په عربي، له ژباړې، د سرچینې حدیث، درجې او شرحې سره.

ژباړې له کومه راغلې دي؟

له HadeethEnc.com څخه، چې د ژباړل شوو نبوي احادیثو پوهنغونډ دی. هر حدیث لکه څنګه چې دوی خپور کړی، له سرچینې او درجې سره او د اصل له لینک سره ښودل کېږي.

ایا زه ورځنۍ یادونه ترلاسه کولی شم؟

هو. د اندروید لپاره وړیا قبس اپ هره ورځ تاسو ته د سهار او ماښام اذکار در یادوي او همدا شمېرونکی لري.