وَجَآءَتۡ سَيَّارَةٞ فَأَرۡسَلُواْ وَارِدَهُمۡ فَأَدۡلَىٰ دَلۡوَهُۥۖ قَالَ يَٰبُشۡرَىٰ هَٰذَا غُلَٰمٞۚ وَأَسَرُّوهُ بِضَٰعَةٗۚ وَٱللَّهُ عَلِيمُۢ بِمَا يَعۡمَلُونَ ١٩
12-19 او قافله راغله، نو دوى خپل اوبه راوړونكى ولېږه، نو هغه خپله بوكه (په كوهي كې) ورخوشې كړه (نو یوسف دغې بوكې پورې ونښت، چې يې ولیده، نو) ويې ويل:اى زما خوشحالۍ! دا خو (ډېر ښكلى) هلك دى او دوى هغه د تجارت د مال په توګه پټ كړ او الله پر هغو كارونو ښه عالم دى چې دوى كول
تفسیر
تېرېدونکې قافله راغله، هغه څوک يې ولېږئ چې هغوی لره اوبه لټوي، هغه خپله سلواغه په څاه کې خوشې کړه، يوسف په رسۍ پورې نېښتی و، کله چې رسۍ خوشي کوونکي وليدی له خوشحالۍ نه يې وويل: ای زما زېری دا هلک دی، اوبو راوړونکي او ځينو ملګرو يې هغه له نورې قافلې څخه په دې ګومان پټ کړ چې هغه يو سوداګريز توکی دی چې سوداګري به پرې وکړي، الله په هغه څه ښه پوه دی چې هغوی د يوسف کوم بدلول او پلورل کوي، د هغوی له کړنې هيڅ هم ترې پټ ندي.