سورت يونس، آیت 5

10:5

هُوَ ٱلَّذِي جَعَلَ ٱلشَّمۡسَ ضِيَآءٗ وَٱلۡقَمَرَ نُورٗا وَقَدَّرَهُۥ مَنَازِلَ لِتَعۡلَمُواْ عَدَدَ ٱلسِّنِينَ وَٱلۡحِسَابَۚ مَا خَلَقَ ٱللَّهُ ذَٰلِكَ إِلَّا بِٱلۡحَقِّۚ يُفَصِّلُ ٱلۡأٓيَٰتِ لِقَوۡمٖ يَعۡلَمُونَ ٥

10-5 هم هغه (الله) دى چې (ټیكلى د) لمر يې تېز ځلېدونكى ګرځولى دى او (ټيكلى د) سپوږمۍ يې روښانه او هغه يې منزلونه منزلونه مقرر كړه (او منزلونه يې مقرر كړل)، د دې لپاره چې تاسو د كلونو شمېره او حساب معلوم كړئ ، الله دغه (څیزونه) نه دي پیدا كړي مګر په حقه سره، هغه ایتونه (دلیلونه) په تفصیل سره بیانوي، د هغو خلقو لپاره چې پوهېږي

تفسیر

او هغه داسې ذات دی چې لمر يې رڼا ورکوونکی او رڼا خپروونکی ګرځولی او سپوږمۍ يې داسې رڼا کړې چې رڼا يې غوښتل کيږي، د هغې تګ يې په شمېر اته ويشت منزلو ته اندازه کړی، يو منزل هغه مسافه ده چې سپوږمۍ يې هره ورځ او شپه پرې کوي، ترڅو ای خلکو تاسو له لمر د ورځو او له سپوږمۍ د مياشتو او کلونو شمېر معلوم کړئ، الله آسمانونه، ځمکه اوڅه چې په هغو کې دي يوازې په حقه پيداکړي دي، تر څو خپل ځواک او لويي خلکو ته وښيي، الله پر خپل يووالي دغه څرګند دليلونه او ښکاره برهانونه هغه قوم ته بيانوي چې پر دغه له استلال کولو پوهيږي.